آیا موسیــــقی د روح غذا ده ؟
موسیقی او مذهب!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الف: د امام ابو حنیفه (رح) مذهب: ابوالطیب الطبری وایی ؛ سره له دی چی امام ابو حنیفه (رح) نبیذ څښل روا ګڼل خو د غنآ (سندرو) ویل او اوریدل ګناه بلل د کوفی ډیر علمآ لکه ابراهیم؛ شعبی؛ حماد؛ سفیان ثوری ..... هم غنآ ناروا ګڼله ابن قیم الجوزیهّ وایی. د احنافو مذهب د غنآ په اړه تر ټولو سخت مذهب دی او د امام ابوحنیفه (رح) قول تر ټولو قوی قول دی داچی غنآ ناروا ګڼی فسق یی بولی له دی حدیث پاک څخه استدالال کوی ((( عن ابی هریرهّ (رض) عن النبی (ص) قال استماع الملاهی معصیهّ والجلوس علیها فسق والتلذذ بها کفر)))
امام ابو یوسف (رح) فرمایی له کوم کوره چی د غنآ اواز پورته کیږی له اجازی پرته ورننوځي د غنآ الات ورمات کړي ځکه چی نهی عن المنکر فرض دی که له اجازی پرته د ننوتلو فتوه ورنکړو فرض نه ادا کیږی په دارالمختار لومړی ټوک ۳۴۸ کی لیکی : ساز او سرود د الاتو اواز اوریدل ناروا دی دغنآ په مجالسو کی کیناستل فسق او خوند تری اخیستل کفر دی په تاتار خانیه کی راغلی دی چی د غنآ په ټولو ادیانو کی ناروا ده په هدایهّ کی غنآ د ستری ګناه په ډول راغلی ده دځینو احنافو او حنابل له نظره پرته لا الاتو هم غنآ ناروا ده ابن مسعود (رض) له محمد (ص) روایت کوی (( الغنآ ینبت اانفاق فی القلب)) ژباړه: غنآ په زړونو کی نفاق اچوی .
ابن قدامه په المغنی ۹ ټوک ۱۷۵مخ کی لیکلی د غنآ د الاتو د استعمال په د څلورو مذهبونو سره په یوه خوله وایی چی (د جهاد د ترغیب لپاره ترنم باک نلری خو چی د نر او ښځی اواز سره ګډ نه وی)
دا چی هر ډول الات کارول کیږی غیر اخلاقی شعرونه ویل شوی او لا هم ویل کیږی مشابهت راځی مومن ته پکار ده چی له داسي مشابهتونو څخه ځان وژغوري.
ب: د امام شافعي(رح) مذهب
حسن بن عبداالــــــــغزیز الـــنحروی وایی: له امام شافعی (رح) مي اوریدلي دی منافقانو د مسلمانانو د بي لاری کولو او د قران پاک له اوریدلو لوستلو څخه د ګرڅولو لپاره تغبیر چی د موسقی له الاتو سره نڅا هم په کی وي راوستي دی چی نن ورځ ډیر متصوفین پري ویاړي:
ابوالطیب الطبری وایی:امام شافعی وایی غنآ مکروه ده که څوک غنآ ډیره اوری ګواهی یی نه منل کیږي
د غنآ ساده اله شپیلي حرامه ده نو د غنآ نور عصری الات به حرام نه وي؟
یقینآ چی حرام دي موسیقی د شرابخورو او فاسقانو شعار دي.
ج: د امام احمد بن حنبل(رح) مذهب
دغنآ د جواز او عدم جواز په اړه د امام احمد بن حنبل څخه مختلف روایتونه راغلی دي.
د عبدالله بن احمد څخه روایت دی، چی له احمد بن حنبل څخه دغنآ په اړه پوښتنه وشوه ، وی ویل: غنآ بده ګنم، بدعت دی. ابو حارث د تغبیر په اړه له امام حنبل څخه روایت کوی (تغبیر بدعت دی ، او زیاته یی کړه، همدا تغبیر دی، چی زړه نرموي، مګر بیا یی هم وویل غنآ بدعت دی او ناروا ده :
د:دامام ماالک (رح) مذهبابوبکرخلال او اسحاق بن عیسی الصباع وایی : چی له امام مالک څخه د مدینی د حلکو د غنآ په اړه وپوښتل شو، ویی ویل: غنآ فاسقان کوي. د ابراهیم المنذر الخزاعي، قاسم او د مدیني د نورو علماوء هم همدا نظر وء، د مکي علماو مجاهد او عطا د شام علمآ مکحول او اوزاعي، د مصر عالم لیث د کوفی علمآ ثوري، شعبی، نخعي، حماد او حسن د بصري علما لکه اسحاق شافي ، احمد او ابی عبید ټول په دی متفق دي، غنآ ناروا ده.
ابوالطیب وایي!
چی مــــــــالک بن انس (رح) د غنآ به ویلو او اوریدلو منع فرمایلي، او ویل یی که څوک وینزه وپیري، او هغه مغینه (ډمه) وي، نو د هغی د مغینه توب له کبله یی چی له چا اخیستي بیرته ورکولی شي، ځکه دا عیــــــــــــــــــب دي.